د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريز مشورت ميکانيزم لومړنۍ غونډه پر ځايي وخت د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د بريتانيا په لندن کې تر سره شوې. د ۱۰مې نېټې د شپنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو تجارتي مذاکراتو استازي او مرستيال وزير لي چنګ ګانګ رسنيو ته د غونډې په اړه معلومات ورکړل.
لي چنګ ګانګ ويلي، چې په تېرو دوو ورځو کې چيني او امريکايي لوري مسلکي، معقولې، ژورې او صادقانه خبرې اترې تر سره کړې. ده ویلي چې دواړو خواوو اصولا د دواړو هېوادونو د مشرانو د جون د ۵مې نېټې په ټيلېفوني خبرو او د جنيوا په خبرو کې د شویو توافقاتو د پلي کېدو لپاره چوکاټ جوړ کړی دی. د هغه په وينا، چيني لوری هيله لري، چې د لندن په مذاکراتو کې شوی پرمختګ د چین او امريکا متقابل اعتماد پياوړی کړي، د خپلمنځي اقتصادي او تجارتي اړيکو ثابت او سالم پرمختګ ته وده ورکړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره فعال خوځنده ځواک برابر کړي.