د لوګر امنیه امنیتي مسوولین وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «سرخاب» بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وویل، یو ځوان چې شاوخوا ۲۸ کاله عمر یې درلود، تیره ورځ د محمداغې ولسوالۍ د «سرخ اب» اوبو بند ته د تفریحې لپاره تللی و او دغه بند کې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی او مړی شوی دی. ده وویل، د دغه ځوان مړی د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ او له کابله د راغلي ځانګړي ټیم په هلو ځلو بېګاه شپه له اوبو رااېستل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.