د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د حج فریضې تر ادا کولو وروسته له جدې څخه کابل ته راورسېدله. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې په ټولو نړۍوالو هوایي ډګرونو کې د افغان حاجیانو د خوندي لېږد لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. د یادونې وړ ده، چې سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.