د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د جون په ۱۲مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د روانې میاشتې په ۹مه او ۱۰مه په لنډن کې د چین او امریکا د اقتصاد او سوداګرۍ د مشورو میکانیزم لومړۍ غونډه د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژیکې لارښوونې لاندې ترسره شوه. هغه وايي چې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د مشرانو د روانې میاشتې په ۵مه نېټه په ټيلېفوني خبرو کې د شویو توافقاتو عملي کېدل او دغه راز د جینیوا د خبرو اترو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره پر عملي چوکاټ هوکړه کړې او یو د بل د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګریزې مسئلو د حلولو په برخه کې يې پرمختګونه کړي دي.
نوموړي هیله وښودله چې واشنګټن به له چین سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې په جدي توګه عملي کړي.