د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۱۳مه نېټه د هند د هوايي شرکت د یوې الوتکې د لوېدو له امله د بریتانیا پاچا درېيم چارلس ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ وويل، هغه په دې پوهېدو سره حيران شو چې د هند د هوايي شرکت يوه الوتکه لوېدلې او د بریتانیا سخته مرګ ژوبله اړولې ده. هغه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب له قربانيانو سره او د قربانيانو کورنيو او ټپيانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپيانو د ژر تر ژره جوړېدو هيله کوي.
د چین صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ د بریتانيا صدراعظم کیر ستارمر ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.