په افغانستان کې د اوږدو ناخوالو، جګړو او ناامنۍ له کلونو وروسته، د نسبتا عمومي امنیت په راتګ سره داسې یوه فضا رامنځته شوې چې د سیل او تفریح لپاره بیسارې بلل کېږي. دا چې افغانان یو طبیعي ښکلی هېواد لري، تلیې هیله درلوده چې یو ځل د امن ساه واخلي او د خپل وطن له غرونو، سیندونو، جهیلونو، تاریخي ځایونو او د طبیعت له ښکلاوو خوند واخلي. سږنی لوی اختر هممهاله د امن له نسبي دوام سره، د دې ملي هیلې د راژوندي کېدو مهم فرصت شو.
د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان په تاریخ کې یو بېساری وضعیت تجربه شو. په سلګونو زره هېوادوالو په خپلو شخصي وسایطو، کرایه شویو موټرو او حتا په پښو له کورونو د هېواد د بیلابیلو ولایتونو او سیلانی سیمو لور ته سفرونه وکړل. له شمال تر جنوب او له ختیځ تر لوېدیځه، د بند امیر له نیولې، تر پنجشېر درې،د کابل تاریخي او ښکلی ښار، د نورستان له غرونو تر سالنګ، د وردګو سنګلاخ او چک، د درونټې سیند، د شاهفولادي غونډۍ، د بامیان ښکلاوو او تر هلمند او بدخشان طبیعي منظرو پورې، دا ټول ځایونه د سیلانیانو له ګڼهګوڼې ډک ول.
د ښارونو هوټلونه، استوګنځایونه، سړکونه، پارکونه، تاریخی کلاوې، جهیلونه او طبیعي منظرې د کورنیو سیلانیانو له شور او خندا ډکې وې. د دا ډول فضا رامنځته کېدل نه یوازې د داخلي سیاحت لپاره یو مثبت تحول ګڼل کېږي، بلکې دا یو څرګند پیغام هم لري چې افغانستان له ډېرې مودې وروسته د امن له برکته له یوې نوې اقتصادي دروازې سره مخ شوی دی. که دا لړۍ دوام ومومي، نو به افغانستان د سیمې او نړۍ د سیلانیانو لپاره هم یو مهم او جذاب هدف وګرځي.
اوس افغان سرپرست حکومت او خصوصي سکتور ته مهمه اړتیا دا ده چې دا فرصت ضایع نه کړي. د سیلانیانو زیاتېدونکی جریان، نه یوازې کورني عواید زیاتولی شي، بلکې کار، کاروبار، د لاسي صنایعو بازار، د کرنې محصولات، خدماتي سکتور او حتا د ملي هویت ښودنه هم پیاوړې کوي. خو دا ټول هغه مهال اغېزمن تمامېدلای شي چې شته نیمګړتیاوې ژر تر ژره اصلاح شي.
د سړکونو خراب وضعیت، د عامه تشنابونو نشتوالی، د هوټلونو خدماتي کمزورتیا، د زېرمو محدودیت، د سیلانیانو لپاره د معلوماتي نښو او لارښودونو نشتوالی، د امنیتي پوستهجاتو ځیني غیر ضروري تعاملات او د فیسونو ناهمغږي – دا ټول هغه ستونزې دي چې باید د حکومت، ولایتي ادارو او خصوصي سکتور لخوا وپیژندل شي، حل شي او د خلکو نظریات واورېدل شي.
همداراز، باید په ټولو ولایتونو کې داسې سیمهییزې سیلانی شبکې رامنځته شي چې د ځایي خلکو او ادارو په همکارۍ، سیلانیانو ته منظم معلومات، خدمات او لارښوونې برابر کړي. د ځوانانو لپاره د ځایي کلتور او تاریخ په اړه روزنیز پروګرامونه، د محلي صنایعو د معرفي لپاره نندارتونونه، او د طبیعت د ساتنې د فرهنګ د پراخېدو لپاره عامه پوهاوی اړین دي.
افغانستان نه یوازې د طبیعي ښکلا له پلوه ځانګړی هېواد دی، بلکې د تاریخي ځایونو، مذهبي آثارو، عنعنوي کلتور، میلمهپالنې، لاسي صنایعو او له مینې ډک ولس له پلوه هم سیلانیانو ته جذاب دی. دا چې د اختر په څو ورځو کې دومره ستر داخلي سیاحت رامنځته شو، دا باید د حکومت او خصوصي سکتور لپاره د هڅونې او بیدارۍ زنګ وي.
اوس وخت دی چې افغانستان سیاحت ته یو ملي او ستراتیژیک صنعت په سترګه وګوري، د عاید یوه نوې سرچینهیې وګرځوي او د نړیوال سیاحت له تجربو څخه ګټه پورته کړي. که چیرې روان پرمختګونه په سمه توګه تعقیب شي، نو ډېر ژر به نړۍ افغانستان د یوه سیلانی او امن هېواد په توګه وبولي، او دا به نه یوازې د اقتصادي ودې سبب شي، بلکې د هېواد د مثبت تصویر له پلوه به هم یو مهم انقلاب وي.