د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل او فصل شوې دي. د دغه وزارت ویاند تسلیم الله حقاني وايي، دا شخړې د منځګړیتوب، خبرو اترو او د قومي مشرانو او دیني عالمان په ګډون سره پای ته رسېدلې دي. نوموړی زیاتوي، چې د تازه شخړو د مخنیوي لپاره، یو ځانګړی میکانیزم او کمېټې جوړې شوې دي، څو دا مسلې په دایمي ډول حل کړي. تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هرات کې په یوې ولسي غونډه کې اعلان کړی و، چې په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ سلګونه دښمنۍ پر سولې بدلې شوې دي.