د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ایران او اسراییلو ترمنځ پر پوځي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو څخه یې غوښتي چې سمدستي جګړه ودروي. ګوترېش نن سهار پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «د ایران او اسراییلو متقابل بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي». دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی، او دواړو خواوو پر یوه بل پوځي بریدونو ته زور ورکړی دی.