د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، ننګرهار، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایت کې د ورښت او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شته. د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.