د تورخم د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، چې پرون ناوخته د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خوشې او تورخم ښارګوټي کې مسوولینو ته سپارل شوي دي. نوموړي ویلي، دغو بندیانو له ۵ تر ۱۰ورځو د بند موده هم تېره کړې وه، چې تورخم ښارګوټي کې د مرستو اخیستو په موخه نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې په یاد شمېر بندیانو د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، کندوز، لوګر، بلخ، هرات، بدخشان، پکتیا او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.