د عمان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د امریکا او ایران ترمنځ پلان شوي شپږم پړاو مذاکرات نه کېږي. تر اوسه په دې اړه امریکايي چارواکو څه ویلي نه دي. له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مسوول سره په خبرو کې ویلي و چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د نامخامخو خبرو اترو دوام د توجیه وړ نه دي. د هغه په خبره، په داسې حال کې چې د اسرائیلو له خوا بریدونه دوام لري، د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات کومه ګټه نه لري. ټاکل شوې وه چې نن د عمان په کوربتوب د امریکا او ایران ترمنځ شپږم بل پړاو مذاکرات وشي.