د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو کلي کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ۱۶ کلن هلک مړ شوی او خور او ورور یې ټپيان دي.د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له دغې ناچاودې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.