د راپورونو له مخې د هند په شمال کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله اووه کسان مړه شوي دي. د انډین ایکسپرس ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه نن سهار د هند د اتراکنډ ایالت د گوریگند په ځنګلونو کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، چورلکه د ” آریان اوییشن” هوايي شرکت اړوند ده او د گوپتکاشي څخه د کدارنات دام ته الوتنه کوله چې د هېواد د گوریگند په ځنګلونو کې ولوېده. په راپور کې ویل شوي چې پیلوټ او یو دوه کلن ماشوم هم په مړو کې شامل دي.