د سمنګانو ولایت امنیتې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښه د دره صوف بالا ولسوالۍ په لیله او قبي سیمه کې د رامنځته شوې، چې له امله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نوموړي په وینا، د یادو کسانو جسدونه تېره شپه د پولیسو او سیمې خلکو په همکارۍ له تونل څخه رایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.