د چين خارجه وزير د جون په ۱۴مه نېټه د اسرائيل له خارجه وزير ګيدئون ساعر سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
وانګي په دې خبرو کې ویلي، چين تل په دې نظر دی چې ټولې نړيوالې شخړې د خبرو او سلامشورې له لارې حل کېدای شي او له زورزياتي او بنديزونو سره مخالفت کوي.
هغه زیاته کړې چې له همدې امله چين له اسرائيل سره څرګند مخالفت کوي چې له نړيوالو قوانينو څخه په سرغړونې پر ايران بريدونه کوي، په تېره بيا په داسې حال کې د اسرائيل دا کړنې بيخي د منلو وړ نه دي چې نړيواله ټولنه لا تر اوسه د ايران د ذروي مسئلې د سياسي حل په هڅه کې ده.
د ده په خبره، اسرائيل او ايران د منځني ختيځ سيمې دوه مهم هېوادونه دي او ترمنځ اړيکې يې د سيمې پر حالت مستقيمې اړيکې لري. دی وايي، د اوس لپاره تر ټولو بېړنۍ دنده او د نړيوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې اړوندې خواوې سمدستي د اغېزمنو اقداماتو په نيولو سره د شخړې له تيزېدو څخه ډډه وکړي، د سيمې د حالت د بيا ترينګلتيا مخنيوی وکړي او د ډيپلوماتيک حل مدار ته بېرته راوګرځي.