د چين خارجه وزير وانګ يي د جون په ۱۴مه نېټه له خپل ايراني سيال عباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وانګ يي ته د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ويلي يې دي، پر ايران د اسرائيل د ناڅاپي بريدونو له امله زياتو ايراني پوځيانو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز يې د ايران پر ذروي تاسيساتو هم هوايي بمباري شوې چې دا له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. د ده په خبره د اسرائيل کړنې ډېرې خطرناکې دي او ممکن ټوله سيمه په هراړخيز جنګ کې ښکېل کړي. هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د اسرائيل لخوا د پيل شویو پوځي بریدونو د بندولو په اړه په یوه خوله اواز پورته کړي.
د چين خارجه وزير وانګ يې په دې ټیلېفوني خبرو کې ويلي، چين د ايران پر ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا د اسرائيل تېری غندي او په بریدونو کې د ایران عامو خلکو ته له مرګ ژوبلې اوښتو سره ټينګ مخالفت کوي. هغه د اسرائيل کړنې د ملګرو ملتونو له منشور او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه بللې او څرګنده کړې يې ده، پر ايراني ذروي تاسيساتو د اسرائيل بريدونه بې ساري دي چې ممکن د سختو ناورينونو سبب وګرځي.