د شانګهای همکارۍ سازمان د جون په ۱۴مه نېټه په يوې اعلاميې کې د منځني ختيځ د حالاتو پر ترينګتيا خپله اندېښنه څرګنده کړې او پر ايران د اسرائيل پوځي بريدونه يې سخت غندلي دي.
د دغې اعلاميې له مخې، دا چې اسرائيل پر ملکي ودانيو او ذروي تاسيساتو بريدونه کړي، د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سخته سرغړونه او د ايران پر ملي حاکميت تېری دی. دا ډول کړنې د سيمې او نړۍ امنيت زيانمنوي او پر نړيوالې سولې او ثبات خورا منفي اغېزه لري.