د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جون په ۱۳مه نېټه د سويس په جنيوا کې د خدماتي سوداګرۍ شورا د روان کال دوهمه غونډه جوړه کړه. چيني لوري په دې غونډه کې د ”بالمثل تعرفو“ په اړه د امريکا نظريه او منطق ناسم بللی او پر امريکايي لوري يې غږ کړی چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو قواعدو جدي مراعات وکړي، د يواړخيزو بنديزونو د غوره کولو پر ځای دې توپيرونه په څواړخيزې همکارۍ سره ليرې کړي او له مختلفو خواوو سره دې د سوداګرۍ نړيوال سيستم ثابت وساتي.
چيني استازي د خپلې وينا په ترڅ کې دې ته اشاره کړې، امريکا په نړۍ کې د خدماتي سوداګرۍ تر ټولو لوی مثبت بيلانس لرونکی هېواد دی چې په ۲۰۲۴ کال کې يې د یادې سوداګرۍ مثبت بيلانس نږدې ۳۰۰ميليارډو ډالرو ته رسېدلی دی. هغه وايي، دا ښه کار نه دی چې امريکا د خدماتي سوداګرۍ په اړه پر خپل مثبت بيلانس سترګې پټوي او يوازې په مادي سوداګرۍ کې خپل منفي بيلانس يادوي.
د ده په خبره، امريکا بايد له خپلو دوه ګونو معيارونو څخه لاس واخلي او یوازې د ځان د ګټو په اړه دې فکر نه کوي، بلکې نورو او په ځانګړې توګه پرمختيايي اقتصادونو ته دې هم د ګټې ترلاسه کولو اجازه ورکړي.