اسرائيل د جون د ديارلسمې نېټې سهار وختي پر ايران هوايي بريدونه پيل کړل او ايران د همدې ورځې په شپه پر اسرائیلو ځوابي بريدونه پيل کړل. د جون په څوارلسمه نېټه دواړو خواوو يو پر بل هوايي بريدونو ته دوام ورکړ. خو د اسرائيل پر وړاندې د ايران ځوابي بريدونه څومره قوي دي؟ اسرائيل څنګه خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکړې او امريکا دغو بريدونو ته څه غبرګون ښودلی دی؟
پر اسرائيل د ايرا ن د ځوابي بریدونو د قوت اندازه
د ايران سپاه پاسداران یا د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د جون په ديارلسمې نېټې په يوه اعلاميه کې ويلي چې دوی د همدې ورځې په شپه پر خپل هېواد د اسراییلو د تېري په ځواب کې د «صادق ۳ » په نوم پوځي عملياتو کې د اسرائيل پر پوځي مرکزونو او هوايي اډو بريدونه کړي دي. د دې ترڅنګ د اسرائيل پوځ په همدې ورځ ويلي چې ایران د دوی پر هېواد ګڼ شمېر بالستيک توغندي توغولي، خو ادعا کوي چې دافع هوا سیستمونو يې دغه توغندي شنډ کړل.
د اسرائيل خبري رسنيو د جون د څوارلسمې نېټې په سهار خبر ورکړی چې ايران ورباندې پنځ پړاوونه توغنديز بريدونه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران یوه لوړ پوړي چارواکي په څوارلسمه نېټه ويلي چې په ځوابي بريدونو کې يې د نيواتيم ، افدا او ټيلينوف هوايي اډو په شمول يې په اسرائيل کې لږ تر لږه ۱۵۰ موخې په نښه کړې دي.د ايران لوري دغه راز ويلي چې په اسراییلو کې په نښه شوې هوايي اډې چې پر ايران د برید د قوماندې مرکزونه ګڼل کيږي، د قوماندانۍ او کنترول مرکز او د الکترونکي سټېشن مرکز شامل دي.
د امريکا یوې خبري رسنۍ خبر ورکړی چې ایران د ديارلسمې نېټې په شپه پر تل ابیب ښار توغنديز بريد کې او د دې هېواد د پوځ مرکزي دفتر او يو اټومي څېړنيز مرکز يې په نښه کړي دي. په تل ابیب کې د امريکا د فاکس نیوز خبريال ولیدل چې د اسرائيل د پوځ د مقر ودانۍ په نښه شوه.خو اسرائيلي لوري په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.
د اسرائيل خبري رسنيو د جون په څوارلسمې نېټې د ژغورنې د څانګو او څو روغتونونو له قوله ويلي چې د ايران توغنديزو بريدونو درې اسرائيليان وژلي او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپيان کړي دي.
د اسرائيل د اور وژنې او ژغورنې رياست د جون په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی چې د ايران تر توغنديزو بريدونو وروسته ډېر زنګونه ورغلل، ورپسې يې د تل ابيب او رمت ګان ته اوروژونکي ليږلي او هلته يې د ژغورنې دنده پيل کړې ده. د تل ابيب ښار سخت زيانمن شوی او په رمت ګان کې ځينې ودانۍ ويجاړې شوي او ځينې کسان تر کنډوالو لاندې ښخ شوي دي.
اسرائيل څنګه خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکړې؟
د جون د ديارلسمې نېټې سهار وختي اسرائيل د ايران پر څو ځايونو هوايي بريدونه پيل کړل او د دې هېواد اټومي تأسيسات او پوځي مرکزونه يې په نښه کړي او د راپورونو له مخې سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د اسرائيل پوځ ويلي چې اسرائيلي هوايي ځواکونو په همدې ورځ په تهران کې د ايران د سپاه پاسداران د قوماندانۍ په شمول پر څو موخو هوايي بمباري کړې ده. د اسرائيلي ځواکونو په وینا په بمباريو کې يې د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز محمد باقري په شمول څه باندې شل تنه ایراني لوړ پوړي قوماندانان او نهه تنه اټومي ساينس پوهان وژلي دي.
د امریکا غبرګون څه دی؟
پر ځايي وخت د جون په ديارلسمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روېټرز له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې له بريدونو مخکې خبر و چې اسرائيل به پر ايران بريدونه وکړي او په دې اړه ټول معلومات لري.
ټرمپ ویلي و چې تر دې دمه وخت لري چې ايران له امريکا سره اټومي تړون وکړي. ده دغه راز سي اېن اېن له خبريال سره په مرکې کې ویلي: البته موږ له اسرائيل څخه ملاتړ کوو او دغه ملاتړ بې ساری بولو.