د کندهار ولایت د کرنې اوبو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د مسوولینو په خبره سږ کال کندهار کې پر ۹۸ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له دغو کروندو څخه شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه غنم راټول شوي دي. سرچینې وایيکندهار کې د غنمو حاصلاتو کې داسې مهال زياتوالی راغلی، چې په ټول هېواد کې د نشي توکو پر پېر او پلور د اسلامي امارت لهخوا بنديز لګول شوی دی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو امر ایمل حکیمي د غنمو د حاصلاتو ډېروالي لامل د ناروغيو نشتون او د نشي توکو د کښت مخنيوی ياد کړی دی.