د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا کې د G7 سرمشریزې ته د تګ پر مهال یوې خبري غونډې ته ویلي، چې امریکا به د اسراییلو د دفاع ملاتړ ته دوام ورکړي. رویټرز لیکلي ټرمپ دا پوښتنه بې ځوابه پرېښوده چې ایا له خپل متحد اسراییل یې غوښتي څو پر ایران بریدونه ودروي؟ تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي د ترور لپاره د اسراییلو طرحه نه وه منلې. نن پر ایران د اسراییلو د بریدونو څلورمه ورځ ده چې ورسره هممهاله د پلازمینې تهران په شمول له ګڼو ښارونو د ډېرو اهدافو د لګېدو او خلکو ته د مرګژوبلې د رسېدو راپورونه ورکول کېږي. د دوشنبې سهار وختي د ایران په څو ښارونو کې د چاودنو او ورسره د دافع هوا د سیسټمونو د فعالېدو غږونه اورېدل شوي.