د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې حیفا ته څېرمه په کارمل سیمو کې د ایراني توغندیو تر لګېدو وروسته څو ځایه اورونه بل شوي. په حیفا بندر کې دوه ودانۍ او د اسراییلو په جنوب کې یوه ودانۍ د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې له منځه تللې دي. د اسراییلو ژغورندویې ډلې د لا نورو سیمو د څېړلو په حال کې دي. د ایران د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱ اسراییلیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پرون ورځ د لږ تر لږه ۱۳ اسراییلیانو د وژل کېدو او د څه باندې ۲۰۰ نورو د ټپيانیدو راپور ورکړل شوی وو.