د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د جنوبي نظامي سيمې وياند تيان جون لي وويل، چې د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د سمندري او هوايي ځواکونو د جون په ۱۴مه نېټه په دغه نظامي سيمه کې ګډې مانورې کړې دي.
د نوموړي په خبره، فيليپين له دې سيمې څخه د بهر پرتو هېوادونو له ډلو سره تش په نوم ګډې مانورې کړې او دغه کړنې يې د جنوبي سمندرګي پر امنيت د خطر کچه لوړه کړې او د سيمې سولې او ثبات ته يې زيانونه رسولي دي. د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د جنوبي نظامي سيمې ځواکونه تل د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سمندري حقونو د ساتلو لپاره د لوړې کچې تیارۍ په حال کې دي او ټول هغه پوځي عمليات څاري، چې په جنوبي سمندرګي کې د ګډوډۍ د جوړولو په شوم نيت ترسره کېږي.