چيو شه مجلې د جون په ۱۶مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره کړې.
دغه مقاله ((د منځنۍ او اوږدې مودې د پلانونو له لارې د اقتصادي او ټولنيزې پرمختیا لارښوونه په حکومتولۍ کې د چين د کمونېست ګوند مهمه طريقه ده)) تر عنوان لاندې خپره شوې او پکې د ۲۰۱۵م کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې د شي جين پينګ د مهمو اړوندو ويناوو عمده موضوعات شامل دي.
په دې مقابله کې دغه راز ويل شوي، چې د پنځه کلنو پلانونو علمي جوړونه او دوام د حکومتولۍ په اړه د چين د کمونېست ګوند له مهمو تجربو څخه دی او هم د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم مهم سياسي غوره والی دی.
په مقاله کې دغه راز راغلي چې د يوه عصري سوسيالي هېواد په لوري پرمختګ د چين له لومړي پنځه کلن پلان څخه تر څوارلسم پنځه کلن پلان پورې مهمه موخه ده.
دغې مقالې دې ته په اشارې ويلي، چې د ښه ژوند په اړه د خلکو اميد د دغه ګوند د هڅو موخه ده او د خلکو باور او ملاتړ د چين د پرمختګ قوت دی. هغه وايي چې ښې او مناسبې تګلارې او پلانونه بايد د خلکو له هيلو سره سمون ولري، د خلکو هوښيار او ښه وړانديزونه دې راغونډ کړي او د خلکو لپاره دې خدمتونه وکړي.