د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۶مې نېټې په غرمه د قزاقستان استانا ته رسېدلی.
ټاکل شوې چې شي جین پينګ به د قزاقستان د ولسمشر توکایف په بلنه د چين – منځنۍ آسيا په دوهمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د قزاقستان ولسمشر توکايف د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د استانا په نظربايف نړيوال هوايي ميدان کې د شي جين پينګ هرکلی وکړ.