مالیې وزارت ویلي، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانيستي دي او سوداګريزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادي توګه روانه ده. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ایران په بندر عباس کې هم د افغانستان د سوداګریزو توکو بارګیري له کومې ستونزې پرته دوام لري.