د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، افغانستان چمتو دی، څو پاتې ایراني حاجیان د افغانستان له لارې له سعودي عربستان څخه ایران ته انتقال کړي. متقي دغه راز پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي په دې ټلېفوني خبرو کې د اسراییلو هوایي بریدونه پر ایران، چې نه یوازې نظامي مرکزونه بلکې د اوسېدو سیمې یې هم په نښه کړې دي، په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض او د ایران پر ملي حاکمیت تېری بللی دی. متقي په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې د پاتې ایراني حاجیانو د خوندي انتقال په برخه کې له ایران سره همکاري وکړي. د ایران د هوايي حریم د تړل کېدو له امله، ایرانی حاجیان اړ دي چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. له دې وړاندې ایران له پاکستانه غوښتي وو، چې د شاوخوا ۲۰ زرو ایراني حاجیانو کوربهتوب وکړي.