د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) ویلي چې د بودیجي د کموالي له امله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي. یادې ادارې پرون د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې ده، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې پرې مرستې بندې کړې دي. امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول. له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.