تېر کال په لوګر کې د پنځو تولیدي شرکتونو له لارې ۷۸۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید او پر بزګرانو وېشل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس شېر آقا پیر حبیب الرحمن، وايي چې دا شرکتونه په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې فعال دي او د غنمو، جوارو او لوبیا ترڅنګ د سبزي جاتو د اصلاح شویو تخمونو د تولید ظرفیت هم لري. نوموړي زیاته کړه، چې دغه تولیدي فعالیت نه یوازې د زراعتي محصولاتو کیفیت لوړ کړی، بلکې لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.