د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جون په ۱۶مه نېټه په خبري ناسته کې د منځني ختيځ د وضعيت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې بېجینګ له ایران او اسراییلو غواړي چې د جګړې د سختېدو د مخنیوي لپاره دې عامل او بېړني اقدامات وکړي.
ده زیاته کړې چې دواړه لوري باید په سیمه کې د وضعیت د پېچلي کېدو څخه ډډه وکړي او اختلافونه دې د خبرو له لارې حل کړي.
د نوموړي په خبره، ټول نړيوال اختلافونه بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي او «امنیت د ټولو لپاره» مفکوره د ټولو معقولې غوښتنې پرځای کولای شي.
نوموړي دغه راز وویل چې چين به له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي او د سولې او خبرو اترو د هڅولو لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.