د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه د چين ـ منځنۍ اسيا په دوهمه سرمشريزه کې د ګډون په ترڅ کې له خپل ترکمنستاني سيال سردار بردي محمدوف سره ولیدل.
شي جين پينګ وویل، چین ترکمنستان خپل باوري سیاسي ملګری ګڼي او ورسره د همکارۍ لیولتیا لري او پر دې باور دی چې دواړه یو د بل کمښت پوره کولای شي.
ده زیاته کړه چې چین غواړي د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په رڼا کې له ترکمنستان سره ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي، د طبیعي ګازو په ساحه کې به خپلمنځي همکارۍ زیاتې کړي او د کلتوري راکړو ورکړو فعالیتونه به زیات کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې چین غواړي له ترکمنستان سره په نړیوالو او سیمه یزو چارو کې خپلمنځي همغږۍ او منځګړیتوب پياوړی کړي.
ولسمشر سردار بردي محمدوف هم باور وښود چې د چین- منځنۍ اسیا سرمشریزې په جوړېدو سره به د چین او ترکمنستان همکارۍ هم ژورې شي. ده زیاته کړې چې ترکمنستان غواړي چین ته د خپلو طبیعي ګازو صادرات لا زیات کړي، د ماشینرۍ جوړونې او د منسوجاتو په شمول ډېرو برخو کې همکارۍ لا زیاتې کړي.