د چين د دولت رئيس شي جين پینګ پر ځايي وخت د جون د ۱۷مې نېټې په سهار د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د چين او منځنۍ اسيا د دویمې سرمشريزې په څنډه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.
شي جين پینګ په دې لیدنه کې تېر کال تاجکستان ته د خپل رسمي سفر او دا چې له ولسمشر رحمان سره يې په ګډه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو سټراټژيکو همکاریزو اړیکو ټینګېدو ته اشاره وکړه.
ده زیاته کړه چې دوی هغه وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ په موخه د نوي پلان د جوړېدو لپاره ترتیباتي کارونه برابر کړل.
نوموړي وویل چې دواړه خواوې دې دغه پلان پلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو لپاره دې هڅې وکړي تر څو ګډې ګټې ترلاسه شي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په دې لیدنه کې ويلي چې د رئيس شي جين پینګ په رهبرۍ سره چین سترې اقتصادي او ټولنيزې لاسته راوړنې درلودلې او په نړيوالو چارو کې يې مهم رول لوبولی دی.
هغه وايي چې تاجکستان غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ ته دوام ورکړي او د سوداګرۍ په شمول بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي تر څو د شانګهای د همکارۍ سازمان او د چين او منځنۍ اسيا همکاريز ميکانيزم لا مهم رول ولوبوي.