د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه د چين ـ منځنۍ اسيا په دوهمه سرمشريزه کې د ګډون په ترڅ کې له خپل قرغېزستاني سيال صدیر جباروف سره لیدنه کړې ده.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې ویلي، چې دواړه خواوې بايد د تجارت او پانګونې اندازه زياته او پولي همکارۍ ژورې کړي.
ده دغه راز ویلي چې د چین، قرغېزستان او ازبکستان پټلۍ د باکیفیته جوړونې ته دې پرمختګ ورکړل شي، د پاکې انرژۍ او مصنوعي ځيرکتيا او دغه راز د کلتور، سيلانيزو چارو، تعليم او روغتيا په برخو کې په همکارۍ او راکړو ورکړو کې زیاتوالی راشي.
صدیر جباروف هم ويلي، چې چين د تجارت او پانګونې په برخو کې د قرغېزستان تر ټولو لوی همکار دی او په دې هېواد کې د چيني شرکتونو د پانګه اچولو هرکلی کوي. هغه هيله ښودلې، چې له چين سره د چين، قرغېزستان او ازبکستان پټلۍ جوړونه ښه تر سره کړي او د انرژۍ په شمول برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، څو خلکو ته نورې ګټې ورسوي.
د يادې ليدنې له پای ته رسېدو وروسته د دواړو مشرانو په حضور کې د زراعت، ګمرکاتو، تېکنالوژۍ او رسنيو په برخو کې د چين او قرغېزستان ترمنځ يو لړ دوه اړخيز همکاريز تړونونه لاسليک شول.