د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف پر ځايي وخت د جون په ۱۶مه نېټه د چين دولت له رئيس شي جين پينګ سره په پلازمېنه استانه کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل او پر ځینو موضوعاتو يې بحث او خبرې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين او قزاقستان ترمنځ اړيکې له نړيوالو بدلونونو سره سره لا په لوړه سويه روانې دي.
ده زیاته کړې چې چين تل له قزاقستان سره اړيکو ته په ستراتيژيک او دايمي نظر ګوري او غواړي چې د دواړو هېوادونو دوستي دوامداره پاتې شي.
نوموړي دغه راز وویل چې د چين ـ منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې د جوړېدو لپاره د قزاقستان د کارونو ډېره ستاينه کوي او باور لري چې دغه سرمشريزه به د چين او منځنۍ اسيا د همکارۍ نوې پاڼه پرانيزي.
قاسم جومارت توکايف هم په دې لیدنه کې ویلي، چې چين د قزاقستان ښه ګاونډی هېواد او باوري ملګری دی. ده زیاته کړه چې هېواد يې غواړي له چين سره متقابل ستراتيژيک اعتماد او متقابلې ګټې لرونکې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکې لا پياوړې کړي. د هغه په خبره، چين او قزاقستان بايد د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په برخه کې په ګډه هڅه وکړي، د تجارت، پانګونې، صنعت، زراعت، انرژۍ او ټرانسپورټ او دغه راز د کلتور، تعلیم، سپورټ او سيلانيزو چارو په برخو کې راکړې ورکړې او همکارۍ زیاتې کړي.
د يادو خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته د دواړو مشرانو په حضور کې د چين او قزاقستان د تجارت، پانګونې، تېکنالوژۍ، ګمرکاتو، سيلانيزو چارو او رسنیو د برخو استازو ترمنځ څه د پاسه ۱۰ دوه اړخيز همکاريز تړونونه لاسليک شول.