د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان ته یې نږدې ۱۰۰ ټنه اړینه بشردوستانه مرسته لېږلې ده. د خبر پاڼې له مخې دا مرستې سهشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو د هوايي دهلیز له لارې کابل ته رسېدلې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه دهلیز له لارې چې په ۲۰۲۱ کال کې رامنځته شوی، په ۴۰ پروازونو کې کابو دوه زره او ۱۵۰ ټنه مرستې یې له لارې لېږل شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې په افغانستان کې بشردوستانه ناورین د طبیعي پېښو، بېوزلۍ او کوویډ ۱۹ له کبله په پراخېدو دی.