د ایران پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په خپله وروستۍ حمله کې پر اسراییلو د “فتاح نسل اول” توغندیو څخه استفاده کړې ده. تېر کال ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې اسلامي جمهوري نظام پر اسراییلو د “فتاح – ۱” په نوم د یوه نوي توغندي کار اخیستی و. دا توغندی د ایران له لوري “هایپرسونیک” بلل شوی، یعنې دا د غږ له چټکۍ څخه تر پنځه چنده زیات سرعت لري. د «سيانان» خبري آژانس د راپور له مخې، شنونکي وایي چې نږدې ټول بلیستیک توغندي د الوتنې پر مهال هایپرسونیک سرعت ته رسېږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې وروستي هدف ته د ښکته کېدو پر وخت وي.