چهارشنبه, مې 14, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

    کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

    ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي

    ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي

    کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

    کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

    پکتیکا کې د ۱۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

    پکتیکا کې د ۱۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

    تورخم کې ۱۴ موټره بې کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ګرځول شوي

    تورخم کې ۱۴ موټره بې کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ګرځول شوي

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي

    ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي

    کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

    کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

    بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

    بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

  • سیمه
    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

    رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي

    رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي

  • نړۍ
    سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

    سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

    یونیسف: د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

    یونیسف: د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

    ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

  • اقتصاد
    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

سوله؛ لیدلوري او وړاندوینه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
سوله؛ لیدلوري او وړاندوینه
50
شریک شوی
126
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سوله موږ ته حیاتي ارزښت لري. ۴۲ کاله د لویو زبرځواکونو تر تاړاک لاندې یو. سیمه ییز حریفان او بدخواهان هم له دې فرصته د خپلو تاریخي ماتو د انتقام اخیستو په فکر کې دي چې که زموږ هېواد اشغالولای نه شي، لږ تر لږه سل کاله مو (د دوی په وینا) له شره ځان وساتي.

شوروي او امریکا دلته د پښتنو د ماتولو لپاره راغلي وو. لومړي یو نیم او دویم یو میلیون پښتانه ووژل، خو غرور یې ورمات نه کړای شو. اوس د سولې لپاره یو فرصت راغلی دی، خو د هیلو تر څنګ شکونه، تشویشونه او وېرې هم ورسره دي. ۲۸ کاله مخکې د ډاکتر نجیب الله حکومت هم په ورته حالت کې و: شوروي پرېښې و، مرستې یې پرې بندې کړې وې. له ټولو ولایتونو د مجاهدینو له مخالفت او جګړې سره مخ و او په عین وخت کې ملګرو ملتونو د سولې طرحه پر مخ وړله.

له شوروي سره جهاد د پښتنو لپاره د خپل دین او هېواد دفاع او د هېواد واګې  بېرته لاس کې اخیستل وو، خو د کاریزماتیک چریکي قوماندان احمدشاه مسعود او حوصله لرونکي مشر برهان الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمیعت او نظار شورا په دې تکل کې وو چې تر سامانیانو وروسته د تاجکو په مشرۍ یو حکومت جوړ کړي؛ ځکه دوی تحلیل کړی و چې د هغه وخت په حکومت کې پښتانه روسانو ځپلي او ډاکتر نجیب الله له اردو او نظامي مشرۍ شړلي دي، خو برعکس تاجکو ته هم وسله، هم انګېزه او هم د روسانو او امریکایانو ملاتړ حاصل شوی دی. باید له دې فرصته د تاریخ د مسیر د بدلولو لپاره کار واخلي.

دا د افغانستان  د هر قام حق دی چې د حکومت مشري وکړي، خو د ټاکنو په شان د یوې مشروع پروسې له لارې. دا عملي او عادلانه نه ده چې یو کوچنی قام دې هم په تاجکستان او هم افغانستان کې د یکه تازو او دکتاتورو حکومتونو مشري وکړي. د احمد شاه مسعود مطالعه او پیشبیني دا وه چې پښتانه جګړې او شوروي ناتار ځپلي دي،په خپلو کې هم څو ډلې دي، له اسلامي حکومته په کم شي نه راضي کېږي؛ پاکستان، ایران او نور ګاونډیان یې هم قوت نه شي زغملی او روسیه اوامریکا یې هم د قوت او غرور د ماتولو په هڅه کې دي. له همدې فرصت څخه په استفادې یې په دننه کې کلکه سازماندهي کړې وه، خپل جنګیالي یې په نظامي او فکري (عصبیت) ښه روزلي وو او له شوروي تر فرانسې، اسراییلو، انګلستان، هند او په پای کې د امریکا ملاتړ یې تر لاسه کړی و. ایران او تاجکستان خو یې هسې هم خپل عزیزان وو.

افغان ولس په همدې ډول چې نن سولې ته تږی او هیله من دی، په دغو ورځو کې هم و. ډاکتر نجیب الله چې پوه شو چې د خپلو مټو  په پرې کولو یې احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني ته د انحصاري واک زمینه برابره کړې ده، جراآت وکړ او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یې یوې بې طرفه ادارې ته د واک ورکولو او شپږ میاشتې وروسته د شفافو ټاکنو له لارې د منتخب حکومت منلو ته غاړه کېښوده، خو له ځانه خبر نه و! ده چې پر تڼي د کودتا پر مهال پاتې پښتانه له اردو شړلي وو، په دې فکر کې و چې ګوندې کولای شي د سولې دغه پروسه بریالۍ کړي، ملت پر یوه ټغر راټول کړي، خپله ماضي سپینه کړي او هېواد ته په دې وروستیو کې له جګړې نجات ورکړي. نوموړی دې ته متوجه نه و چې نظام د ده په لاس کې نه و او دی یوازې یو سمبول و: نبي عظیمي د دفاع وزارت مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان (په حقیقت کې د دفاع وزارت ټولواک)، آصف دلاور لوی درستیز، سید اعظم سعید د خاص ګارد قوماندان، جلال رزمنده د خاد د خاصو ځواکونو قوماندان، عبدالفتاح د هوایي او مدافع هوایي لوی قوماندان، عبدالرووف بېګي د ارګانونو د قواوو قوماندان، بابه جان د خاد د ملېشه ځواکونو قوماندان، دوستم د روسي پوځونو د ځای ناستي په توګه د مقتدرو ملېشو قوماندان، منصور نادري د اسمعیله ملېشو مشر او …. ټول د اقلیتو قامونو نظامیان همدې ته په تمه وو چې که د نجیب سمبولیک پوښ لرې کېږي، نو دوی به نظامي واک په لاس کې اخلي او په هېڅ صورت به نه پرېږدي چې داسې حکومت راشي چې بېرته پکې پښتانه د خپل نفوس په تناسب په ملکي او نظامي برخو کې راڅرګند شي. بله بدمرغي دا وه چې پرچمي پښتانه جنرالان لکه نورالحق او عبدالحق علومیان، اکرم، منیر منګل، افضل لودین او نور هم د ببرک کارمل په قومانده د احمدشاه مسعود د واک لپاره د زمینه جوړوونکو په ډله کې وو. د ډاکتر نجیب الله له خوا د ملګرو ملتونو د سولې د پلان له منلو سره سم پرې خپلو همدغو ملګرو جنرالانو کودتا وکړه او د دوی په وینا، د یوه قوم د درې سوه کلن واک سلسله یې ختمه کړه. د مظلوم نجیب الله د واک په خاطر چې د پنځه سوه زره وسله وال ځواک اعلی سرقوماندان و، یوازې دوه تنه (جنرال غلام فاروق یعقوبي او جنرال عبدالباقي) قربان شول. نور ټول نظام یې د خپلو وفادارو جنرالانو له خوا وپاشل شو.

خو نظار شورا او اسلامي جمیعت د دغسې یکه تاز قومي حکومت په ساتلو بریالي نه شول، ځکه حکمتیار یې مقابله وکړه او دوی یې پر پول محمود خان، دهمزنګ، پل ارتن، هودخېلو او قلعه زمان خان ودرول او د ټول کابل او هېواد نیولو ته یې پرې نه ښودل. په دغه جګړه کې چې د ډاکتر نجیب الله خاینو جنرالانو د احمد شاه مسعود سره د بیعت په نامه پیل کړې وه، ټول کابل وران او په زرګونو کابلیان شهیدان شول، د سیمې په سطحه یوه پیاوړې اردو او نظام وپاشل شو، اقتصادي او اجتماعي سیستمونه ګډوډ شول او هېواد په داسې وخت کې یوې بدترې فاجعې ته ور وغورځېد چې ملت د سولې او امنیت لپاره شېبې شمېرلې او په بې صبرانه ډول یې د ارامۍ انتظار کاوه. پرچمي جنرالانو او د احمدشاه مسعود او عبدالرشید دوستم ملېشو د شر او فساد یو ژور حالت رامنځ ته کړ چې د ډاکتر نجیب الله د کور په کور جګړې او وینې بهېدلو پېشبیني یې رښتیا او ولس یې د طالبانو ښه راغلاست او منلو ته مجبور کړ.

د همدغه مجبوریت له امله د ولس له خوا د طالبانو د منلو په نتیجه کې طالبانو د شر او فساد کمپله ټوله کړه، خو له بده مرغه پر امریکا د ۹/ ۱۱ مرموزو بریدونو تور بیا پر دې مظلوم ملت او هېواد پورې او د ۴۸ ملکونو په ملګریتوب د امریکا لښکرې پر افغانستان راغلې. دا شل کاله کېږي چې ټوله نړۍ، د افغانستان درې عمده اقلیتونه او د پښتنو زیاتره باسوادان او ښاریان هم د امریکا ملګري او په کلیوالو پښتنو یې له ځمکې او هوا د اور او باروتو باران جوړ کړی چې تر اوسه دوام لري.

د سولې منځ ته راغلی اوسنی فرصت باید په هېڅ توګه ضایع نه شي او د ټولو افغانانو د خیر لپاره ترې اعظمي استفاده وشي. اوس بیا هم په ملي سطحه نظامي ځواکونه او په محلي سطحه د ۱۰ ولایتونو (د رسمي او غیر رسمي) ملکي او نظامي ځواک د جمیعت اسلامي او نظار شورا په واک کې دی. بامیان او دایکندي د حزب وحدت او فاریاب، جوزجان او سرپل د جنبش ملي په واک کې دي. په کابل کې بیا د نجیب الله (پښتون/ احمدزی) په شان هماغسې یو مشر ډاکتر اشرف غني (پښتون/ احمدزی) ناست دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس تمثیل کوي. سره له دې چې هېڅکله په داسې حالاتو کې قومونه او ډلې وسله په خپله خوښه چا ته نه ورکوي او تر سولې او مذاکراتو دفاع او نظامي تقابل ته په مراتبو زیات تیاری کوي، خو لا هم هیلې شته. اوس د افغانستان د حالاتو په باب د څو احتمالي بدیلونو د پېښېدو چانس شته :

لومړی احتمال؛ که سوله وشي او منځګړی حکومت رامنځ ته شي چې اعتماد او باور جوړ کړي، ښکېلو ډلو ته متقابل اطمېنان ورکړي، یو له بل سره مشورو ته زمینه جوړه کړي، د ګډ سوله يیز ژوند اساسي لیکې او چوکاټونه جوړ کړي، اساسي قانون اصلاح، ملي وسله وال ځواکونه بې طرفه، مسلکي، عادلانه او غیر سیاسي کړي او شفافو، ټول شموله او عمومي ټاکنو ته لار هواره کړي.

 دویم احتمال؛ اوسنی حالت دوام وکړي، پښتون وژنه همداسې روانه وي، سمبولیکه مشري د پښتون/ احمدزي او نظامي او اقتصادي واک په عمده ډول د تاجک جمیعت اسلامي او نورو اقلیتي قومي ګوندونو په لاس کې وي.

 درېيم احتمال؛ خدای ناخواسته د ۱۹۹۲ ز کال پېښې تکرار شي. امریکا له افغانستانه په غیر مسوولانه ډول ووځي، طالبان نظامي پرمختګ وکړي او کابل بیا په اور کې وغورځیږي. په دې صورت کې به بیا هم درې اقلیت قامونه او د دوی نظامي ځواکونه  خپلې سنګرې جوړې کړي، د جنګ شکل به بېرته په ښکاره ډول قومي شي، ولسمشر چې تر څو د اقلیت قامونو ملېشو ته مشروعیت ورکولی شو، وي به او که دغه مشروعیت یې نه شو ورکولی، یا به بهر ته لاړ شي او یا به قرباني شي. کورنۍ جګړه به د ولس پاتې وینې زوې هم وزبېښي.

 دویم او درېیم احتمالونه هېڅ افغان ته ښه نه دي. نه د پښتون وژنه تر عمره زغمل کېدای شي او نه د نظام او تمدن چور او تالان، نو ځکه لومړی بدیل تر ټولو غوره دی.

 معمولاً زبرځواکونه په غریبو ملکونو کې د خپلو ګټو د تامین لپاره مختلف بدیلونه لري او ساتي. که د دوی د فکر پلوي حکومتونو دوام کاوه، هماغه حمایه کوي، که دغه ډول حکومت دوام نه شو کولی له خپل پخواني مخالف سره هم سازش کوي او پخوانی همفکران د نوي متحد رحم ته پریږدي. له ډاکتر نجیب الله سره روسانو همداسې وکړل. کله چې برهان الدین رباني روسانو ته وویل چې موږ ستاسو له ملت سره دښمني نه لرو. روسان په بیړه له نجیب الله څخه لاس په سر کیدو او له برهان الدین رباني سره اتحاد ته حاضر شول. امریکا هم استثناء نه ده، خپلې ملي ګټې ورته د اشخاصو او شعارونو په پرتله په مراتبو مهمې دي. که ډاډه شي چې طالبان یې ملي ګټې نه ګواښي، هماغسې تصمیم نیولی شي لکه روسیې چې ونیو او ډاکتر نجیب الله او حزب دموکراتیک خلق یې په احمدشاه مسعود او جمعیت اسلامي بدل کړ.

لومړی بدیل د ټول ملت غوښتنه ده، دویم بدیل خو بې له دې هم روان دی، خو د درېیم بدیل د نه پېښېدو لپاره اوس دوه فرصتونه شته:

لومړی– د ډاکتر غنی موجودیت: که ولسمشر غني یو بې طرفه رول ولوبوي او جمیعت او طالب دواړو ته ثبوت کړي چې د سولې داسې لار هواروي چې دواړو ته پکې عزت وي او د دې کار د سم مدیریت جرئت او وړتیا وښيي؛ امریکا او ناټو هم قانع کړي، کېدای شي، لومړی بدیل بریالی او ځان د سولې او ملي یووالي اتل کړي، خو تر هغې دې استعفا نه کوي چې دواړه غاړې سولې ته حاضرې شي او یوه توافق ته ورسیږي؛ ځکه د مشروعیت له ختم سره اتومات جګړه تشدیدیږی. البته که توافق کیږي، نو بیا د یو شخص د واک غځېدل د یوې شېبې لپاره هم ضرور نه دی او باید واک داسې چا ته پرېږدي چې ټول پرې سلا شوي وي. (خو اوس داسې شکونه دي چې پخپله ډاکتر اشرف غني تر اقلیتي ـ قومي قوتونو هم زیات د جنګ پر منطق تاکید کوي).

دویم– له روسانو سره د امریکا توپیر: داسې فکر کېږي چې له مجاهدینو سره د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د ځواکمن او په درنو وسلو سمبال رژیم د سولې په باب دواړه زبرځواکونه موافق نه وو او دغسې یو وسله وال او متحد افغانستان یې نړۍ یا لږ تر لږه سیمې ته ګواښ ګاڼه، نو ځکه دواړو زبرځواکونو په ګډه د دغه نظام چور ته زمینه جوړه کړه. اوس داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي د افغانستان نظام چور شي او له دې ځایه یې بېخي اړیکې پرې شي. البته امریکا غواړي له پښتنو دوه تضمینونه واخلي: لومړی د اقلیت قامونو د حقوقو په باب چې په معقول حد کې دا ښه کار او د افغانستان د ملي ګټو او ثبات په ګټه دی او دویم د پاکستان لپاره چې افغانان به ترې خپله خاوره په زور نه نیسي. البته دا د امریکا مکلفیت نه دی، خو دا چې پاکستان یې په سیمه کې د اوږدمهاله پروژو تطبیقوونکی دی، دغسې هڅه کوي. که افغانان وکړای شي، امریکا قانع کړي چې له دغه شرطه تېره شي، د افغانانو په ګټه به وي. له بلې خوا امریکا له چین سره د افغانستان او سیمې له اتحاده وېره لري او غواړي افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه غریب او کمزوری وي چې نورو ته اړ وي او د سیمې د رفاه او اتحاد لویې پروژې عملي نه شي. له بلې خوا په روسیه کې د پوتین له قوت او د چین له اقتصادي ودې په وېره کې ده، نو ممکن له پښتنو سره خپله دښمني پرېږدي چې دوی له روس او چین سره اتحاد ته مجبور نه شي. د دې لپاره ورته افغان سوله ضروري ده او امریکا به دې پروسې ته دوام ورکړي. هغه احتمال کمزوری ښکاری چې امریکا یوازې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنو لپاره د یو شعار پیدا کولو په خاطر سوله عنوانوي. خبره تر دې لویه ښکاري؛ ځکه له طالبانو سره سوله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او لسګونو هېوادونو تایید کړې او ظاهراً سیمه ییزه اجماع یې هم ګټلې ده.

 افغانانو هم باید له تېرو ترخو تجربو زده کړه کړې وي چې په یوازې ځان هېڅ لوری واک نه شي چلولی. ګاونډیان او ذیدخله هېوادونه مهم خو نظرونه یې متنوع دي:

 پاکستان فکر کوي چې د نظامي مخالفینو تر منځ سوله ممکنه نه وي او په دغسې حالاتو کې سوله هله راځي چې یو لوری پر بل بریالی شي. پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه خپلو مسوولینو ته هدایت ورکړی چې د کتلوي مهاجرت سېلاب ته تیار و اوسي او د مشرانو او مهمو خلکو د عزت خیال وساتي. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې یو هند ضد رژیم واکمن وي او د دې کار توقع له طالبانو کوي؛ ځکه په تېرو ۲۸ کلونو کې هند د افغانستان له اقلیتونو دفاع کړې او کوي یې. په اوږدمهال کې پاکستان د افغانستان، پاکستان او د افغانستان د شمالي مسلمانو هېوادونو پر ټوله جغرافیه د تبارز او اغېز نیت لري چې د هند معادل شي او مقابلې ته یې ځان چمتو کړای شي.

 هند فکر کوي چې که امریکا د کابل دولت او طالبانو تر منځ بې طرفه شوه، توازن د طالبانو په ګټه بدلون مومي. طالبان چې له هند سره اړیکې نه لري، هند یې د پاکستان متحدین بولي. په مقابل کې هند ځکه له اقلیت قامونو د نظامي ـ سیاسي ډلو سره د ملېشه سازۍ پروسه پیل کړې ده. هند په لویه کې په دې سیمه کې د یو مقتدر اسلامي هېواد یا د سیمې د اسلامي (خصوصاً سني) هېوادونو تر منځ اتحاد او یووالی نه غواړي.

 ایران غواړي چې په افغانستان کې د نظام قوت د اقلیتونو په ملګریتوب کې له تاجک او سمبولیکه مشري له پښتون سره وي. په عادلانه سوله کې دغه رول نه ساتل کېږي، نو که سوله د خپلو افغاني متحدینو په ګټه ځنډولی یا تخریبولی شي، مخ ترې نه اړوي.

 روسیه هم د اقلیتونو، ایران او هند ملګرې ده او که توازن د پښتنو په ګټه تغیير کوي، په مقابل کې به یې نیت پر اقلیتونو وي. د روسیې پخوانی سیاست دا و چې له ټولې نړۍ او خپلو سترو دښمنانو سره سوله کوي، خو له پښتنو سره نه. دوی دا برداشت کوي چې پښتنو د دوی د امپراتورۍ او زبرځواکۍ د نړولو زمینه جوړه کړې او د دوی غرور یې مات کړی، خو اوس داسې ښکاري چې روسیه تر یوه مهاله د نړۍ نیولو له فکره تېره شوې او له پښتنو سره د اړیکو د عادي کولو په فکر کې ده.

 چین په سیمه کې د تفوق غوښتو او نوو لارو او بازارونو میندلو په لټه کې دی او احتمالاً سوله ییز افغانستان به ورته په ګټه وي.

 افغانستان د کوم هژموني قوت جوړېدو اجنډا نه لري، نه د اسلامي خلافت مشري دوی ته څوک پرېږدي، نه د سیمې مشري. افغانان یوازې غواړي هېواد یې ازاد او ولس یې محفوظ وي. که ډېر پیاوړي هم شي، د خپلو طبیعي او سیاسي حدود د یو کولو لارې به ولټوي چې هغه په سوله ییزو لارو هم کېدای شي. اوس چې د افغانستان خلک په عام ډول او پښتون قام په خاص ډول په اور کې ولاړ دی، ورته پکار ده چې لومړی خپلو کې سوله وکړي، قومي او سیمه ییزې لانجې حل کړي، بیا سیمې سره د متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکي جوړې کړي او بیا له نړۍ سره متوازنې او مثمرې اړیکې ولري. زموږ عنعنوي بهرنی سیاست تل مثبته بې طرفي وه، خو تر روسیې لږ د غرب خوا ته میلان و. اوس هم د ګاونډیانو او سیمې د ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو له ساتلو سره سره له چین، روسیې، امریکا او غرب سره لږ نږدېوالی ګټور دی، ځکه غرب زموږ څخه لرې دی او جغرافیه مو له ځان سره نه شي وړای، خو په عین حال کې باید هند، چین، روسیې، ایران، نورو ګاونډیانو ته ډاډ ورکړل شي چې د افغانستان خاوره به د یوه د بل په خلاف نه کارول کېږي.

لیکوال: سوله مل افغان

Share20Tweet13Share5
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

مې 14, 2025
کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

مې 14, 2025
ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي

ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي

مې 14, 2025
کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

مې 14, 2025
کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

کونړ؛ راستنېدونکو کډوالو ته ۲۶ کورونه جوړ شوي دي

مې 14, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist