د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څر ګندونو کې ویلي، چې هغه د روسیې او پاکستان له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، له ایران سره جګړه امریکا او اسراییل پیل کړې ده او په دې شرط به درول کېږې، چې اسراییل او امریکا ایران ته د اوښتو زیاتونو تاوان ورکړي. پزشکیان ټینګار سره ویلي، چې دا جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدلی شي چې نړۍواله ټولنه د ایران حقونه په رسمیت وپېژنې، اسراییل او امریکا غرامت ورکړي او داسې نړیوال ضمانتونه رامنځته شي، چې د دغو هېوادونو لهخوا پر ایران د بیا برید کولو مخه ونیول شي.

































