د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال مولوي عبیدالله امینزاده او مل پلاوي له مولوي نورجلال جلالي سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزیر په دې کتنه کې ویلي، هڅه کوي چې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د زیانمنو شویو روغتیایي ستونزې پر وخت حل کړي. مولوي عبیدالله امینزاده په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا له مسولینو غوښتي، چې د هېواد په سطحه روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو او مېرمنو درملنې ته په غوره توګه پاملرنه وکړي.
































