د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې ۱۶ غونډه کې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف او ځینو وارداتي توکو اړوند بحث شوی. نوموړي ویلي، په دغه غونډه کې پریکړه شوې چې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ته دې د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵هـ ش کال تر پایه په یو اندازه تخفیف سره وغځول شي. دغه راز د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د ځینو اقلامو د وارداتو په برخه کې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي، څو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.

































