د راپورونو له مخې د هند په پلازمېنه ډیلي کې د هند او اسراییل د ګډ ډرون جوړونې پر یوه مرکز برید شوی چې له امله یې زوروره چاودنه او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. سرچینې وایي چې دا مرکز دیادو دواړو هېوادونو له لوري د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره کارېده. د لومړنیو مالوماتو له مخې، ښایي په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ کارکوونکي وژل شوي وي، چې پکې هندي او اسراییلي وګړي هم شامل دي. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي، د برید د عاملینو او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه رسمي مالومات نه دي خپاره شوي.

































