د ښارونو بریدونه وژونکي او وېروونکي دي. په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده. ددغه بریدونو تر شا د چا لاس دی؟ د بریدونو پر تخنیکي اړخ او دا چې ولې امنیتي ادارې نه شي کولی مخه یې ونیسي؛ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د امنیتي چارو کارپوه جنرال امین الله امرخېل او د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.