د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې د دې سازمان له کړنو دفاع کړې ده او غوښتنه یې کړې ده چې دې وېروس ته دې سیاسي بڼه نه ورکول کیږي. نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیوکو په ځواب کې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د یووالي غوښتنه کړې ده. ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی و چې د دې ټولنې ډېر تمرکز پر چین دی او له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې یې غوڅ چلن نه دی کړی. هغه ویلي و له روغتیا سازمان سره د مالي مرستې په اړه به له سره فکر وکړي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د ټرمپ څرګندونې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې له توپیر پرته له هر هېواد سره له نږدې کار کوي. د روغتیا نړیوال سازمان یوه سلاکار ویلي، له چین سره له نږدې د دوی ګډ کار ځکه اړین وو چې دا ناروغي ښه وپېژني.