د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، چې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان د درملنې سېستم کمروزی کړی دی او دغه هېواد له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. له دې سازمان څخه په خپره شوې اطلاعیه کې راغلي چې کرونا په ټوله نړۍ کې د چټکې پراختیا په حال کې ده او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه یې سخت زیانمن کړي دي. په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې استازی جولیان رکمن وایي: ((د افغانستان له ټولو خلکو غواړم چې د ځان او خپلې کورنۍ څخه ساتنه وکړي او د هغه کسانو ځانګړی خیال وساتي چې عمرونه یې لوړ دي او یا هم مزمنې ناروغۍ لري.)) د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له خلکو غوښتي چې اجتماعي واټن مراعات کړي، له لاس ورکولو او غېږ ورکولو څخه ځان وساتي. په اطلاعیه کې راغلي، ددغه ویروس مخه نه نیول کېږي، خو ځینو ټکو ته پام کول یې سرعت کمولای شي.