حکومت د کابینې په غونډه کې له کرونا وبا سره د مبارزې د ښه مدیریت په موخه ملي طرحه په اصولو کې تصویب کړه او دغه طرحه له نړیوالې ټولنې، پراختیایي شریکانو او اړوند سازمانونو سره شریکوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې تېره ورځ مازدیګر له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د منابعو موندلو او په مشخصو پروګرامونو کې د کاري ګروپونو د ایجاد لپاره د حکومت طرحه د ملي طرحې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د کابینې له غړو وغوښتل شول چې په دې اړه خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلې بڼه برابر او د حکومت رهبري ته وړاندې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرحه به له کرونا وبا سره د مبارزې بهیر د غوره مدیریت په موخه له نړیوالې ټولنې، انکشافي شریکانو او اړوندو بین المللي سازمانونو سره له واضح وړاندیزونو سره یو ځای شریکه شي.