د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په برخه کې یو ځل بیا د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له جي شینکر سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې په اړه پر روانو هڅو خبرې کړې دي. هندي لوري ویلي چې دوی تل په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی او لا هم خپل دغه ملاتړ ته ادامه ورکوي. د شینکر په خبره دوی له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او دغه اړیکې په سوله او ثبات کې لا ښې پالل کېدلی او پراخېدلی شي. هند تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او تل یې هڅه کړې چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. خلیلزاد هم په دې تلیفوني مکالمه کې په بېلو برخو کې د هند له همکاریو او مرستو مننه کړې ده.