ایراني چارواکو ویلي افغان او پاکستاني اتباع له دې وروسته نشي کولی ایران ته داخل شي. ایران کې د کرونا پر ضد د مبارزې کمېټې مشر ویلي، د افغانستان او پاکستان وګړي په کرونا اخته دي او د دې تر څنګ دوی ته نورې ګڼې ستونزې هم جوړولی شي. د دې کمېټې مشر حسین قاسمي ویلي، چې له افغانستان او پاکستان سره یې د تېر کال له حوت میاشتې راهیسې خپلې پولې تړلي دي او هیچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. دغه ایرانی چارواکی داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه دغه هېواد ته د کرونا د خپرېدو د احتمال په اړه خبرې کړي، چې لومړی په کرونا وبا اخته کسان له ایرانه افغانستان او پاکستان ته را ستانه شوي دي.