پي بي اېس تلویزیون په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان روغتیايي مرکزونو او طالبانو کنټرول لاندې سیمو ته ورغلي او په خبره یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو ښایي کرونا ویروس په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې طبي خدمات خورا کم دي او دغه راز روغتیايي سیستم کمزوری او امکانات یې د ډاډ وړ نه دي. سرچینه کاږي د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کې د خلکو عامه پوهاوی ستونزمن دی او ددې تر څنګ هلته زرګونه کډوال له ایران راستانه شوي چې ډېری مشکوکې پېښې هم په دغه کډوالو کې دي. سرچینه د چارو د پوهانو له خولې کاږي چې افغانستان د کرونا پر وړاندې مبارزه کې جدي اقداماتو ته اړتیا لري او ښکېلو لورو ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې له جګړې لاس واخلي او د کرونا ویروس پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.