یکشنبه, جون 15, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    په تېرو ۵ میاشتو کې ۶۳۲ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي

    د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده

    تېر کال په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل شوي

    د اختر ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

    د عامې روغتیا وزیر ایران کې له افغان زده کړیالانو سره کتلي

    کوچیان: سرپرست حکومت دې زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي

    بدخشان کې راوتلو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

    لغمان؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لکښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

    ترافیکي پېښو؛ کندوز کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

  • سیمه
    ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

    رسنۍ: ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي

    پاکستان؛ د لوی اختر په رخصتیو کې ۵۵ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

    د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په عمان کې ترسره کیږي

    عراقچي: ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي

    شهباز شریف: د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده

    شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی

    پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

    هند او پاکستان د یو بل ډیپلوماټان بیا شړي

  • نړۍ
    ګوترېش: د ایران او سراییلو جګړه باید ژر تر ژره ودریږي

    ایران د اسراییلو د اټومي څېړنو مرکز په نښه کړی

    راپورونه: اسراییل پر ایران د پوځي عملیاتو بشپړ چمتووالی لري

    د امریکا د پراختیایي ادارې د کارکوونکو د ګوښه کولو امر شوی

    جرمني تېر کال نږدې ۳ لکه کډوالو ته تابعیت ورکړی دی

    ټرمپ: ښايي د ټېسلا موټر له سپينۍ ماڼۍ نه لرې کړم

    روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی

    زېلېنسکي: پوتین د سولې غوښتونکی نه دی

    زېلېنسکي: پوتین د سولې غوښتونکی نه دی

    امریکایي چارواکي: روسیه به له اوکراینه د سپایډر وېب د برید بدل ژر واخلي

  • اقتصاد
    مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي

    د افغانستان بانک: سوداګریز بانکونه به نن هم پرانیستي وي

    د ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نفتي توکو واردات بند شول

    د صنعت اونۍ نندارتون کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

    تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳زره ټنه انتقالات شوي

    نورستان؛ د نږدې ۴۳میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

    افغان او قزاقستاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

    هېواد کې صنعت‌کارانو ته د قانونو اسنادو د وېش لړۍ پیل شوه

    برادر: د صنعت کارانو لپاره لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

رسول باوري

احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
in څېرې
0 0
0
رسول باوري
47
شریک شوی
117
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د علم، فرهنګ او مطبوعاتو د لویې کورنۍ ستره علمي هسته پوهاند استا رسول باوري د مرحوم اختر محمد خان زوی او د محمد یعقوب خان لمسی و، چې  په  ۱۳۳۶ لمریز کال  کې یې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. استاد باوري لومړنۍ زده کړې  د ارزګان ولایت سیدال خان لېسه کې  پای ته ورسولې او  لوړې زده کړې يې بیا د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ  په څانګه کې او ماسټري یې په هالنډ پوهنتون کې په لرغونپوهنه کې واخیسته. پوهاند باوري د کابل پوهنتون په ګډون د خوست او له هیواد څخه بهر په بېلابېلو  کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په برخه کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د پوهنې وزارت  د نصاب ادارې د تاریخ برخې رییس،  د شیخ زاهد پوهنتون رییس او د ولسمشر غني د تېرې دورې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او سر پرست هم پاتې شوی دی او دغه راز پوهاند له کلونو راهيسې د افغانستان په ملي راډيو- ټلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نوم یوه خپرونه هم چلوله، چې په یاده خپرونه کې به یې د هیواد تاریخي ابدات معرفي او په مستنده توګه ثبتول. د تاریخي ابداتو په اړه د پوهاند باوري دا کړی خدمت به په کلونو کلونو راتلونکو نسلونو ته پاتې وي. استاد  باوري خپل ډېر عمر د علمي څېړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ډېر محصلین هم روزلي دي. رسول باوري د هیواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړي دي، چې لیکلي اثار او طرحې یې ښې بیلګې ښودل کیږي. پوهاند رسول باوري د دې هېواد ستره هستي وه، د خبرو، منطق، استدلال او پوهې عظیم شخصیت و. نوموړي د دې هېواد د فرهنګ او لرغونتیا د پالنې او ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. تل یې له ملي هویت او فرهنګ په نره په علمي دلایلو دفاع کړې ده او د دې وطن د راتلونکو نسلونو لپاره یې ګټور اثار په میراث پرې ایښي دي.

پوهاند باوري د استادۍ د سپېڅلي دندې ترڅنګ په لسګونو علمي، تاریخي او څېړنیز اثار لیکلي او  ټولنې ته یې د استفادې لپاره وړاندې کړي دي. د استاد باوري په اړه داسې هم ویل شوي چې د هیواد د لرغونپوهنې په برخه کې تر سلو زیات مستند فلمونه، د ملي موزیم د چارو بیارغونه، د لرغونپوهنې کمېټې د چارو سمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو اغیزمن سمون او داسې نور فرهنګي کارونه یې د یادونې وړ دي. پوهاند رسول باوري  د کډوالۍ پر مهال  په سختو حالاتو کې هم  د خپل ګران هیواد او ولسونو لپاره په علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لوبولی او ارزښتناکې قلمي هلې ځلې یې کړې دي. پوهاند باوري د افغانستان د تاريخ او لرغونپوهنې د ډګر يو پياوړی عالم، ليکوال او څېړونکی، متواضع او د نرم خوی او نېکو اخلاقو خاوند و او دغه راز په کاري ډګر کې له همکارانو سره د یو لارښود همکار په توګه پاتې شوی دی. استاد باوري سولې ته د رسېدو، ټولنیز عدالت او د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې ویاړلې لار کې ښه ځلېدلی دی.

د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار او تر ٣٠٠ ډېرې مقالې په هیواد کې او له هیواده د باندې نشریو او ویب‌پاڼو کې خپرې کړې دي او دغه راز  تر ۱۰۰ په ډېرو سمینارونو کې یې ګډون هم کړی دی.

استاد تر نیمه پېړۍ زیات عمر د ښوونې، لیکوالۍ او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمه پېړۍ کې ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره یوه ښه نمونه وه.

 د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د پوهاند باوري ملګری اورنګ مختار وايي، چې ښاغلي باوري په سختو حالاتو کې د افغانستان داسې ولایتونو ته د تاریخي ابداتو د پېژندنې په موخه سفرونه وکړل، چې چا یې فکر هم نه شوای کولای. نوموړی وايي چې هغه د لرغونپوهنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او دا نېکي به یې په ټول افغان ملت معلومه وي.

استاد باوري په ۱۳۶۵ کال کې د علامه طرظي د لیکوالۍ میډال او په ۱۳۹۳ کال کې د غازي میر بچه خان میډال تر لاسه کړ. پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري. د ده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده.

د افغانستان د علمو اکاډمۍ مشر ظاهر شکیب وايي، ډېری هغه ځایونه پوهاند باوري خلکو ته وروپیژندل چې هېچا یې په اړه معلومات نه درلودل.

د پوهاند رسول باوري  مشر ورور محمد جان باوري وايي چې د استاد رسول باوري په ژوند کې لوی ارمان په هیواد کې تلپاتې سوله او په ځان بسیا افغانستان و.

د هیواد دې لویې  هستۍ، مثبت فکر، ژمنې ککرۍ او ویاړلي شخصیت پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلونو په عمر له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د افغانستان وتلي او فرهنګي شخصیتونه د هغه مړینه د هیواد لپاره لویه ضایعه ګڼي او وایي چې تشه به یې تر ډېره ډکه نشي.

د هغه ملګري وايي چې د رسول باوري رول د افغانستان د لرغونو اثارو په روښانه کولو کې خورا مهم و. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار محمد فقیر میوند وايي، پوهاند باوري راتلونکو نسلونو ته دومره کار کړی، چې نوم به یې په پېړیو پېړیو ژوندی وي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال هارون حکمي وایي، د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه د ټول افغان ملت لپاره نه جبرانېدونکې ده او تر ډېره به  د هغه ځای ډک نشي.

د پوهاند رسول باوري پر مړینه په لر او بر پښتنو کې فرهنګي، سیاسي او عامو وګړو خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  ویلي، مرحوم باوري زرګونه محصلین وروزل او د هیواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې یې ډېر خدمتونه کړي. نوموړي د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونو کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، چې مړینه یې لویه ضایعه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د باوري صیب پر مړینه خواشيني ښودلې او ویلي یې دي، ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د هېواد علمي او اکاډمیک شخصیت و، چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې ترڅنگ یې د لرغون پېژندنې په برخه کې ډېر علمي آثار او تحقیقي مقالې له ځانه په میراث پرېښې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ویلي، پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او ښه څېړونکی و چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په لسګونو علمي- څېړنيز اثار او په سلګونو علمي- څېړنيزې مقالې د لرغون پېژندنې په برخه کې ليکلې دي، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري.

استاد رسول باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوهه و، د هغه مړینه د لر او بر افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه!

Share19Tweet12Share5
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

جون 15, 2025
بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

جون 14, 2025
بهرني شرکتونو د چين په بازار کې د پراخ ګډون لېوالتيا ښودلې

د چین مېډیا ګروپ غوره پروګرامونه  د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپرېږي

وروستي خبرونه

ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

جون 15, 2025
بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

جون 14, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist