د رویټرز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر شیخ تمیم سره د افغانستان په اړه تلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې دواړو لورو ویلي طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې باید روانه جګړه پای ته ورسېږي. ټرمپ او شیخ تمیم ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې باید یو اوربند رامنځ ته شي او طالبان اړ دي چې روان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي. دوی دواړو همدا راز د افغان حکومت له لوري د زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې کړې دي او دا یې یو ښه ګام بللی دی. دوی په افغانستان کې د سولې د ټولو هڅو د ملاتړ خبره هم کړې ده. ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د سیمې هېوادونو له طالبانو د جګړو د درېدو او اوربند غوښتنه کړې ده، خو دغه ډلې تر اوسه نه ده منلې.